د چين سره صليب ټولنې هنري ډويسون جايزه تر لاسه کړه
CMG2022/06/21 11:12:11
شريکول:

د سرې مياشتې نړيوالې ټولنې او د سره صليب د ټولنو اتحاديې د جون په نولسمه نېټه د چين سره صليب ټولنې ته د هنري ډويسون جايزه ورکړې ده.

دغه جايزه د نوموړې اتحاديې تر ټولو لوړ افتخاري لقب بلل کيږي او دا د چين سره صليب ټولنې لومړی ځل دی، چې ياده جايزه يې ګټلې ده.

د چين د سره صليب ټولنې مشر چن جو د يادې جايزې له تر لاسه کولو وروسته خبري رسنيو ته ويلي، چې د چين سره صليب ټولنې د کرونا وبا ضد مبارزې کې د سره صليب نړيوالې ټولنې او د سرې مياشتې غورځنګ له کړنو څخه ملاتړ کړی او د نوموړو ټولنو غړو ته يې د سامان الاتو او توکو مرستې برابرې کړي دي.

 چن جو دغه جايزه د چين د سره صليب چارو او د ملي پرمختګ او خدمتونو ستاينه بللې ده.