د اروپايي ټولنې کميسيون به اوکراين ته د دې ټولنې د کانديد حيثيت ورکولو په اړه بحث وکړي
CMG2022/06/21 11:39:58
شريکول:

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو مشران به د جون له ۲۳ مې نېټې څخه تر ۲۴ مې نېټې پورې يوه غونډه تر سره کړي او اوکراين ته د دې ټولنې د کانديد حيثيت ورکولو په اړه به خبرې وکړي.

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلينسکي پر ځايي وخت د روانې مياشتې په ۱۹ مه نېټه وويل، چې روانه اوونۍ به يوه تاريخي اوونۍ وي.

د اروپايي ټولنې کميسيون پر ځايي وخت د روانې مياشتې په ۱۷ مه نېټه اوکراين او مالدووا ته د کانديد حيثيت ورکولو وړانديز کړی او د غړو هېوادونو مشران به يې د جون له ۲۳ مې نېټې څخه تر ۲۴ مې نېټې پورې په يوه غونډه کې د دې وړانديز په باب بحثونه وکړي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي، چې روسيه په اروپايي ټولنې کې د اوکراين له ګډون سره مخالقت نه کوي، خو په عين وخت کې يې شک ښودلی، چې ښايي په اروپايي ټولنې کې د اوکراين ګډون د دغه هېواد د اقتصادي د پرمختګ لپاره نوي ځواک برابر کړي.