د چين ډجيټل بريښنايي ماشينونه نورو هېوادونو ته صادريږي
CMG2022/06/21 15:11:39
شريکول:

  چين په ۲۰۲۱م کال کې ۳ ميليارډ او ۸۰۰ ميليونه بريښنايي ماشينونه توليد کړي او نورو هېوادونو ته يې د صادراتو ارزښت شاو خوا ۹۸ ميليارډه او ۷۲۰ ميليونه ډالره ښودل شوی دی.

 چين له تېرو مسلسلو ۱۲کلونو راهیسې د يخچالونو د صادراتو اندازه زياته کړې او په دې برخه کې يې د نړۍ مخکښ ځای نيولی دی.  

 د چين توليدي چارې د لوړ ساينس او ټېکنالوژيکو توليداتو ته اوښتي او ډجيټلي بريښنايي ماشينونه يې په کوردننه ډېر کارول کيږي.

د چين د کورنيو بريښنايي ماشينونو د چارو تر ټولو لوړه ښيګڼه د توليد او عرضې ځنځير ثابت ساتل دي.

د چين د بريښنايي ماشينونو توليدي تصديو د نړيوال کېدو بهير چټک  کړی، د ډېرو هېوادونو د ځايي بازار غوښتنې او اړتياوې يې پوره کړي او خلکو ته يې کاري فرصتونه برابر کړي دي.

د چين حکومت د بهرني تجارت لپاره دقيق تدبيرونه عملي کوي او پر تصديو شته فشارونه يې کم کړي دي.

برسیره پر دې، د چين اې ايي (AI)تصدي او ساينسي او تېکنالوژيک شرکتونه يې په نړۍ کې مخکښ ځای لري.

د چين د بريښنايي ماشينونو د صادراتو اندازه زياته شوې او په خاصه توګه ډجيټلي ماشينونه يې د لوړ ساينس او ټېکنالوژيکي توليداتو په بازارونو کې مهم ځای لري.