چين: امريکا او لوېدیځه نړۍ د کډوالو مسئلې جوړوونکي دي
CMG2022/06/21 11:00:34
شريکول:

د روان کال د جون ۲۰مه نېټه د کډوالو له ۲۲مې نړيوالې ورځې برابره وه.

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وانګ ون بين په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د امريکا په شمول ځينو لوېديځو هېوادونو په تېر اوږد مهال کې د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې جنګونه رامنځته کړي او اوس هم د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي او بشر يې له کړکېچونو سره مخ کړی دی.

نوموړي وويل، چې لوېديځه نړۍ د کډوالو مسئلې رامنځته کوونکي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کميشنرۍ په دې وروستيو کې کلنی راپور خپور کړی، چې له مخې يې په نړۍ کې د بې ځايه شويو خلکو شمېر په لومړي ځل له ۱۰۰ ميليونو څخه زيات ښودل شوی دی.

‌ د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق څېړنې ښيي، چې د ۲۰۲۱م کال تر پایه پورې ۳۶ ميليونه او ۵۰۰ زره ماشومان د شخړو،‌ زورزياتي او نورو بحرانونو له امله له خپلو کورنيو جلا شوي، چې دغه شمېر له دوهم نړيوال جنګ راهيسې تر ټولو لوړ دی.

وانګ ون بين وويل، چې يادې شمېرې د دې ښکارندويي کوي، چې ځيني هېوادونه په خپل سر پر نورو هېوادونو تېري او په کورنيو چارو کې يې لاسوهنې کوي او بشري بحرانونه يې راپورته کړي دي.