نړيواله ټولنه د چين پر اقتصادي پرمختګ ټينګ باور لري
CMG2022/06/21 10:59:38
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جون په ۲۰مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين د کرونا وبا ضد او د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په پار يو لړ پاليسۍ تطبيق کړي او برياليتوبونه يې تر لاسه کړيدي.

نړيواله ټولنه د چين د اقتصاد ثابت پرمختګ ته په کتو د دغه هېواد پر اقتصادي راتلونکي ډېر باور لري.

د خبر له مخې، د ګڼ ملتيزو شرکتونو د ۳مې سرمشريزې راپور ښيي چې چين لا هم داسې هېواد پاتی شوی، چې ګڼ ملتيز شرکتونه پکې د ډېرې پانګونې لېوالتيا لري.

په چين کې د امريکا د سوداګرو ټولنې په خپل سپين کتاب کې ويلي، چې زياتره غړي يې پر دې اند دي، که غواړي په نړيوال بازار کې بريا ومومي، نو بايد په چيني بازار کې د سيالۍ خپل توان وساتي.د دغې ټولنې غړي په دې هڅه کې دي، چې په چيني بازار کې پرمختګ ومومي.