سعيد خطيب زاده: امريکا دې د ايران د اټومي تړون خبرو ته راوګرځي
CMG2022/06/21 11:39:23
شريکول:

 د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده د جون په ۲۰ مه نېټه له امريکا څخه وغوښتل، چې د ايران د ذروي مسئلې هراړخيز تړون خبرو اترو ته ورستانه شي.

نوموړي وويل، چې ايران د ښه، اوږدمهاله او اغېزمن تړون لاسليک ته چمتوالی نيولی دی.

خطيب زاده په يوې خبري ناستې د ايران د اټومي تړون اوسنۍ پېچلتيا له دغه تړون څخه د امريکا د وتلو او  پر ايران د امريکا بنديزونو پاليسۍ پسې تړلې وبلله.

نوموړي زياته کړه، که امريکا خپلې ژمنې پلې او پر ايران بنديزونو لرې کړي، نو يو تړون به لاسليک شي.