شي جين پينګ د بريکس هېوادونو د صنعتي او سوداګريز فورم د پرانيستې په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه
CMG2022/06/22 21:08:13
شريکول:

د چين د دولت رئیس شي جین پينګ د بېجينګ په وخت د جون د ۲۲ مې نېټې په شپه په انلاين ډول د بريکس هېوادونو د صنعتي او سوداګريز فورم په  پرانيستې په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې نړۍ اوس د کرونا وبا په ګډون له ډېرو بې سارو ننګونو سره مخ ده او په دې اړه يې څو وړانديزونه وکړل.

لومړی: نړيوال دې يو خپلمنځي يووالی او همغږي پياوړې کړي او د نړيوالې سولې او ټيکاو لپاره دې په ګډه کار وکړي.

دوهم: نړيوال دې يو له بل سره مرسته وکړي او په ګډه دې د دوامدار نړيوال پرمختګ لپاره کار او هڅی وکړي.

درېيم: نړيوال دې شته ستونزې په ګډې همکارۍ حل کړي او دا د ټولو په ګټه ده. په داسې حال کې چې د نړۍ مهم صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونه له خنډونو سره مخ شوي، د پيسو پړسوب لوړ شوی، نړيوال پولي بازار په پرله پسې توګه متزلزل کېژي او د نړيوال اقتصادي پرمختګ د بيا سمسورتيا تمایل مخ په کمزوره کېدو دی او اقتصادي بحران يوازې د نړيوالو په ګډو هڅو او همکاريو لرې کېدای شي. 

څلورم:  نړيواله ټولنه دې پر ټولشموليت ټينګار وکړي او ورخلاصون او پيوستون دې پراخ کړي.

شي جين پینګ همدارنګه زياته کړه، چې د روان کال په دويمه نيمايي کې به د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګريس ترسره شي او د چين د راتلونکي پرمختګ کړنلاره به پکې وټاکل شي. چين به ورخلاصون ته دوام ورکړي او د باکيفيته پرانيستي اقتصادي سیستم د جوړولو لپاره به هڅې وکړي، نوموړي هيله وښوده چې د بېلابېلو هېوادونو پانګوال په چين کې پانګونه وکړي او د چين د پرمختګ له فرصتونو ګټې واخلي.

د بريکس هېوادونو د ۲۰۲۲م کال صنعتي او سوداګريز فورم د جون په ۲۲ مه نېټه په بېجينګ کې په انلاين او هم د غړو هېوادونو د استازو په حضوري ګډون پرانيستل شو او د جنوبي افريقا، برازیل او روسيې ولسمشرانو او د هند صدراعظم د دغه فورم د پرانيستې په مراسمو کې ګډون او ویناوې وکړې. دغه راز د بريکس هېوادونو د اقتصاد او سوداګرۍ وزيرانو، په چين کې د بهرنيو هېوادونو ډيپلوماتانو او د صنعتي او سوداګريزې ټولنې د استازو په ګډون څه باندې زرو مېلمنو پکې ګډون کړی و.