امریکا هڅه کوي، چې د يو قانون په پلې کولو سره د چین په شينجیانګ کې د جبري بیکارۍ حالت رامنځته کړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جون په ٢١مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د امريکا له دغې هڅې سره ټينګ مخالفت وښود او ويې ويل، چې چين به د خپلو تصديو او وګړو د قانوني حقوقو او ګټو د ساتلو لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي.
امريکا د جون په ۲۱مه نېټه د چین په شينجیانګ کې د صنعتي چارو د ځپلو په موخه د يو قانون په پلي کولو پيل کړی دی.
وانګ ون بين په اشارې وويل، چې امريکا هڅه کوي، چې د ياد قانون په پلې کولو سره د چين په شينجيانګ کې د اجباري بېکارۍ حالت رامنځته کړي او له چين سره د ټولې نړۍ اړيکې پرې کړي.
نوموړي زياته کړه، چې د امريکا له يادو کړنو ښکاري چې دغه هېواد د بشري حقونو د ساتلو په پلمه بشري حقونو ته زيانونه رسوي او د قواعدو ساتلو تر بیرغ لاندې خپل تسلط او باداري لټوي، خو اخر به یې هم چارې ټکنۍ او ناکاميږي.