
د جون ۲۲مه نېټه د چيني ماشومانو د خېر ښېګڼې ملي ورځې سره برابره ده.

د چين په بېلا بېلو ځایونو کې د دې ورځې د نمانځنې لپاره ډول ډول هنري او خيريه فعاليتونه تر سره کيږي.
که د يو هېواد تنکي ځوانان غښتلي او قوي وي، نو هېواد به يې هم غښتلی او سمسور وي.

د تنکيو ځوانانو او ماشومانو وده او ښه روزنه نه يوازې د دوی لپاره، بلکې د دوی د کورنيو او ټولنې لپاره هم ډېره مهمه ده.

د چين حکومت او ټولنه ماشومانو په تېره بيا کمزورو ماشومانو ته ډېره پاملرنه کوي او د دوی لپاره يې يو خوشحال او روغتيایي چاپيريال برابر کړی دی.