د اسوان د دوامدارې سولې او پرمختګ درېیم فورم د جون په ۲۱مه نېټه د مصر په جنوب اسوان ښار کې پرانيستل شو، چې دوه ورځې به دوام ولري.
د مالوماتو له مخې، د دغه دوه ورځني فورم منځپانګه د افريقايي هېوادونو د خواړو په خونديتوب، اقليمي بدلون او ترهګريزو مسئلو ورټوله ده.
د مصر ولسمشر عبد الفتاح السيسي ياد فورم ته په انلاين وينا کې ويلي، چې افريقا اوسمهال د خواړو د امنيت له جدي مسئلې سره مخ ده او دغه مسئله به پر سيمه ييزې سولې او ثبات ډېره سخته اغېزه ولري.
نوموړي وويل، چې د افريقا بېلابېل هېوادونه او نړيواله ټولنه باید يادې مسئلې د حل لپاره اړوند تدبيرونه ونيسي.