وانګ ون بين: امريکا دې د خپلو خلکو غوښتنو ته ځواب ووايي او د دوی ژوند دې خوندي کړي
CMG2022/06/22 15:07:27
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند وانګ ون بين د جون په ۲۱ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې هېواد يې په امريکا کې د ډزو پر دوامدارو پېښو خوشيني دی او هم له وسلو د ناوړې استفادې د مخنيوي په موخه د واشينګټن د اغېزمنو اقداماتو په نشته والي اندېښمن دی.

د مالوماتو له مخې، تېره اوونۍ د امريکا په ډېرو ځايونو کې د ډزو پېښې شوي، چې له امله يې ډېرو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. 

د ګن ویاولنس ارچيف شمېرې ښيي، چې په امريکا کې د تېرې اوونۍ په وروستيو دوو ورځو کې څه باندې ۲۲۰ د ډزو پېښې رامنځته شوي او ۹۰ کسان پکې وژل شوي دي.

وانګ ون بين پدې اړه وويل، چې په امریکا کې تر نورو هېوادونو زياتې د ډزو او زورزياتي پېښې رامنځته کيږي، چې له امله يې ډېرو خلکو ته مرګژوبله اوړي.

په امريکا کې د ډزو پېښو له امله په ورځني ډول ۱۲۲ کسان مړه کيږي او  پکې د ماشومانو او تنکي ځوانو د مړينې کچه د نورو ۳۱ لوړ عايد لرونکو هېوادونو تر عمومي اندازې ۱۵ برابره زياته ده، خو سپينه ماڼۍ له ۲۵ کلونو راهيسې نه ده توانېدلې، چې په کانګرېس کې د وسلو کنټرول يوه قانوني مسوده تصويب کړي.

امريکايي سیاستوالو د خپلو خلکو پرغوښتنې سترګې پټې کړي، خو برعکس بیا د نورو هېوادونو کورنيو چارو کې بربنډې مداخلې او ګوتڅنډنې کوي.

نړيوال ته پوښتنه پيدا شوې، چې امريکايي سياستوال بشري حقونو ته پاملرنه کوي او که د خپلې بادارۍ او شخصي ګټو په لټه دي؟