د چین د پنځم نړيوال وارداتي نندارتون د تشکیلاتي چارو غونډه د جون په ۲۱مه نېټه په شانګهای کې ترسره شوه.
د ياد نندارتون مسئول په يادې غونډې کې وويل، چې د نندارتون د تیاري چارې يې عادي روانې دي.
د چین پنځم وارداتي نړیوال نندارتون د تصدیو نندارې لاسلیک شوي تړونونه د پلان ۷۶ سلنه نیسي.
د نړۍ هغو ۲۶۰ مشهورو تصدیو د چین له پنځم نړیوال وارداتي نندارتون سره تړونونه لاسليک کړي چې د نړۍ د ۵۰۰ مخکښو تصديو په لیکه کې راځي او په ځینو صنعتي چارو کې لارښوونکی مقام لري.
د مالوماتو له مخې، د چین پنځم نړیوال وارداتي نندارتون به د روان کال د نومبر په ۵مې نېټې پرانېستل شي او تر ۱۰مې نېټې پورې به دوام ومومي. (هیله)