پر سوډان د بنديز لګولو کميټې مشر د جون په ۲۱مه نېټه د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته راپور وړاندې کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي پلاوي مستشار شینګ جي شنګ د ياد راپور اورېدلو وروسته، له امنيت شورا وغوښتل، چې پر سوډان لګيدلي بنديزونه دې د وضعيت له مخې تعديل کړي.
شينګ جي شنګ وويل، چې د سوډان دارفور سيمه د سولې له ساتلو نه تر ابادۍ کليدي مرحله کې ده او امنيتي وضعيت يې عموماً ثابت خو کمزوری دی.
نوموړي د سوډان د ملکيت کميټه وستايله، چې د يادې سيمې د ثبات لپاره يې ډېرې هلې ځلې کړې دي.
شينګ جي شنګ وويل، چې امنيت شورا بايد د وضعيت په بدلون سره پر سوډان لګيدلي بنديزونه تعديل کړي، څو د ملکي وګړو د خونديتوب په برخه کې د دې هېواد د حکومت توان لوړ شي.