د ترکيې نيوز ټليويزيون د جون په ۲۱مه نېټه خبر ورکړی، چې د ملګرو ملتونو په وړانديز په تور سمندرګي کې د اوکراين د غلو دانو د صادراتي دهليز د پرانيستلو په اړه څلور اړخيز مذاکرات به راتلونکې اوونۍ د ترکيې
په استانبول کې تر سره شي او پکې به د ترکيې، روسیې، اوکراين او ملګرو ملتونو استازي ګډون ولري.
د خبر له مخې، ترکيه به روسیې ته يو پوځي پلاوی ولېږي او له روسيې سره به په تور سمندرګي کې د اوکراين د خوراکي توکو د صادرتي دهليز د پرانيستلو په اړه پر مشخصې لايحې بحث وکړي.
وړاندوينه کيږي، چې دغه دهليز به په راتلونکې يوه مياشت کې په کار پېل وکړي.