د چين پيسلنډ خېريه بنسټ له افغانستان سره بشردوستانه مرسته وکړه
CMG2022/06/22 15:48:22
شريکول:

د چين پيسلنډ خېريه بنسټ د جون په ۲۱ مه نېټه په کابل کې د کډوالو چارو وزارت ته بشري مرسته وسپارله.

د دغې بشري مرستې د سپارلو مراسم د کابل په درېيمې حوزې کې ترسره شول.

په دغو مرستندويه توکو کې ۶۹۳۹ جامې او  د پوډري شيدو په ګډون ۷۱۹۹ قلمه خوراکي توکي شامل وو او عمومي ارزښت يې ۵ ميليونه او ۱۳۰ زره يوانه  ښودل شوی دی.

په يادو مراسمو کې د افغانستان د لنډ مهاله حکومت، د کډوالو چارو وزارت، د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې او د کانونو او پيټروليم وزارت چارواکو هم ګډون کړی و.