د افغانستان د جنوب ختیځ خوست ولايت مرکز ته نږدې سیمې د جون د ۲۲مې نېټې د شپې په ۱ بجې او ۲۴ دقیقو د ریکتر په کچه ۵،۹ درجې زلزلې لړزولې دي.
تر اوسه د دې زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۸۰ تنه مړه او ۶۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې ویلي، چې د دغې زلزلې مرکز د خوست ولايت د مرکز خوست ښار جنوب لوېديځ ته ۴۶ کيلومترۍ کې و او د زلزلې ژوروالی یې١٠ کيلومتره ښودلی دی.
د امريکې يادې ادارې په پیل کې د زلزلې د ریکتر درجه ۶،۱ ياده کړې وه، خو وروسته یې ۵،۹ درجې ښودلې ده.