چين د بشري حقونو د پرمختيا پر لار ګامونه اخلي
CMG2022/06/22 15:42:59
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جون په ۲۱مه نېټه په يوې خبري ناستې کې د بشري حقونو په برخه کې د چين د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي وويل، چې د چين کمونېست ګوند د تاسيس له لومړيو وختونو راهيسې د هېواد د واقعيتونو او زمانې سره سم د بشري حقونو د پرمختګ يوه ځانګړې لار پيدا کړې ده.

وانګ ون بين وويل، چې د چين ولسي جمهوريت له جوړېدو راهيسې چينايان په لا پراخو ساحو کې په لا پوره او هراړخيزه توګه له ديموکراتيکو حقونو څخه برخمن شوي دي او بشري حقونه يې بې ساري ښه تضمين شوي دي.  

د چين حکومت تل د بشري حقونو درناوی او ساتنه يوه مهمه دنده بولي او د خلکو د ډيموکراسۍ د ټينګښت، د بشري حقونو د قانوني ساتنې د پياوړتيا او د ټولو خلکو د قانوني حقونو او ګټو د ساتنې په برخه کې ښې چارې ترسره کوي او د بشري حقونو د پرمخبيولو په بهیر کې تاريخي لاسته راوړنې لري.