د افغانستان د سرپرست حکومت پوځي چورلکه د زلزلې ځپلو سيمو ته د رسيدو پر مهال
CRI2022/06/22 17:28:14
شريکول:

 د افغانستان د جنوب ختیځ خوست ولايت مرکز ته نږدې سیمې د جون د ۲۲مې نېټې د شپې په ۱ بجې او ۲۴ دقیقو د ریکتر په کچه ۵،۹ درجې زلزلې لړزولې دي.

تر اوسه د دې زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۸۰ تنه مړه او ۶۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې ویلي، چې د دغې زلزلې مرکز د خوست ولايت د مرکز خوست ښار جنوب لوېديځ ته ۴۶ کيلومترۍ کې و او د زلزلې ژوروالی یې١٠ کيلومتره ښودلی دی. 

د امريکې يادې ادارې په پیل کې د زلزلې د ریکتر درجه ۶،۱ ياده کړې وه، خو وروسته یې ۵،۹ درجې ښودلې ده.