ګوټريش: په افغانستان کې د زلزلې له امله پر اوښتو زيانونو خواشینی يم
CMG2022/06/23 11:23:03
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريش د جون په ٢٢مې نېټې په يوې اعلاميې کې د افغانستان د جنوب ختیځ خوست او پکتيکا ته ورڅېرمه سيمو کې د سختې زلزلې له امله پر اوښتو ځاني او مالي زيانونو خواشيني څرګنده کړې او زلزله ځپلو وګړو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

نوموړي په زلزله کې پر رامنځته شوې مرګژوبلې خواشيني څرکنده کړې او ټپيانو ته يې د ښې روغتيا هيله ښودلې ده.

نوموړي ويلي، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې فعال دي او کاري ډلې يې له زلزله ځپلو وګړو سره د مرستو په چمتو کولو بوختې دي.

ګوټرېش پر نړيوالې ټولنې هم غږ کړی، چې د افغانستان له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي.

(ژباړه: شکريه)