چين د امریکا اعدامونه او وژنې څاري
CMG2022/06/23 14:00:54
شريکول:

د سین هوا اژانس د خبر له مخې، په ملګرو ملتونو کې د چین استازي د جون په ۲۲مه نېټه د بشري حقونو شورا د ۵۰مې ناستې په بهیر کې د غیر قضايي اعدامونو مسئلې له ځانګړي راپور کوونکي سره په ډیالوګ کې وویل، چې چین د امریکې اړوند کړنې څاري.

د چین استازي وویل، چې په امریکا کې د پولیسو د زورزیاتي له امله ډېر کسان وژل کيږي او امريکايي ځواکونه بيا په بهرنيو هيوادونو کې پوځي عمليات کوي او بې له محدودیته د نورو هېوادونو بې ګناه وګړي وژني، خو د امريکا قضايي ادارې يې عاملينو ته هېڅ سزا نه ورکوي.

د چين استازي زياته کړې، چې د بشري حقونو شورا او یاد ځانګړی راپور کوونکی باید د اړوندو پېښو په اړه بشپړه او عادلانه پلټنه وکړي او امريکا دې مجرمین د قانون منګولو ته وسپاري.  (هیله)