د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د جون په ۲۲مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وويل، چې افغان کډوال اوس په ډېرې سختۍ امريکې ته داخليږي.
نوموړي وويل، چې د امريکې د شومو کړنو له امله د افغانانو ژوند په دردونو او ستونزو کې تيريږي.
د مالوماتو له مخې، افغانانو د ۲۰۲۱م کال له جولای راهیسې، د بشردوستانه پلان له لارې امریکا ته د تګ څه باندې ۴۶ زره غوښتنلیکونه د دې هېواد د اتباعو او کډوالو ادارې ته سپارلي، خو امريکا د سږ کال د جون تر ۲مې نېټې پورې یوازې ۲۹۷ غوښتنلیکونه منظور کړي، چې د ټولو غوښتنليکونو له یو سلنه هم کم جوړوي. (هیله)