د بریکس هېوادونو د صنایعو او سوداګرۍ ټولنې د بېجینګ وړاندیز خپور شو
CMG2022/06/23 13:53:50
شريکول:

د بریکس هېوادونو د صنایعو او سوداګرۍ فورم د جون په ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې ترسره شو.

دغه فورم د بریکس هېوادونو د مشرانو د ملاقات د یو مهم فرعي فعالیت په توګه په انلاین او افلاین ډول ترسره شوی او ګډونوالو يېپه ګډه  د بریکس هېوادونو د صنایعو او سوداګرۍ ټولنې د بېجینګ وړاندیز خپور کړ.  د ياد وړانديز له مخې د  فورم ګډونوال د کرونا وبا ضد د مبارزې په پار د روغتیايي همکارۍ د پياوړتیا، د پرانیستې پر نظریې د ټينګار، د ګردې نړۍ د دوامدار پرمختګ، د  ډيجتلي اقتصاد د هڅولو، له ننګونو سره د مقابلې په اړه ، د تولید او عرضې ځنځیرونو توان د پياوړتیا او د صنایعو او سوداګرۍ ټولنو په منځ کې د همکارۍ د ژورتیا په هکله موافقې ته رسېدلي دي.

(هیله)