د چین لوري د زلزلې له امله د رامنځته شوې مرګژوبلې په پار افغانستان سره خواخوږي وښوده
CMG2022/06/23 13:50:59
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي چارو ادارې مرستیال چن سونګ د جون په ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې د افغانستان د سفارت له شارژدفیر سید محی الدين سادات سره وکتل.

چن سونګ په دې اړه چې په خوست او پکتیکا کې د ریکتر په کچه د ۶.۲ درجې زلزله شوې او ګڼو خلکو ته يې مرګژوبله اړولې، افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړې او ويلي یې دي، چې چين به زلزله ځپلو افغانانو ته د اړتيا وړ مرستې برابرې کړي.

چن سونګ زياته کړې، چې چین د افغانستان پر وړاندې شته ستونزو ته پاملرنه کوي او د تېر کال له اګست راهیسې يې له افغانانو سره د بشردوستۍ ګڼ شمېر مرستې کړې دي. چین د ارام او نیکمرغه ژوند د تر لاسه کولو په برخه کې د افغانانو د هڅو ملاتړ کوي.

ښاغلي سادات د چین له خواخوږۍ څخه مننه کړې او ويلي یې دي، چې چین د افغانستان د باور وړ ملګری دی او له افغانانو څخه يې اوږمهاله ملاتړ کړی دی. (هیله)