د انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ د جون په ۲۲مه د ۲۰۲۲م کال د نړيوالې انرژۍ د پانګونې راپور خپور کړی دی.
د انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ په دغه راپور کې وړاندوینه کړې، چې په ۲۰۲۲م کال کې به په نړۍ کې د انرژۍ پانګونه ۸٪ وده وکړي، خو دغه وده به يې د انرژۍ او اقلیم د اوسني بحران پر وړاندې د مبارزې لپاره کافي نه وي.
د انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ مشر فاتح بيرول په همدې ورځ وويل، اروپا بايد په هغه صورت کې، چې له روسيې څخه اروپا ته د طبيعي ګازو صادرات بند شي، د انرژۍ بحران لپاره بشپړ چمتوالی ولري.
بیرول زياته کړې، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ روانه شخړه ښايي وغځيږي او اروپا ممکن د روسیې د ګازو اکمالات په بشپړه توګه له لاسه ورکړي، نو اروپايي هيوادونه بايد په دې اړه بیړني پلانونه وټاکي.
(ژباړه: شکريه)