شي جين پينګ د بريکس هېوادونو د صنايعو او سوداګرۍ فورم پرانيستونکو مراسمو ته وينا وکړه
CMG2022/06/23 14:26:50
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۲۲مې نېټې په شپه د بريکس هېوادونو د صنايعو او سوداګرۍ فورم په پرانيستونکو مراسمو کې انلاين ګډون او (( د زمانې د جريان پېژندل او د روښانه راتلونکې ابادي)) په سرليک يې وينا وکړه.

 شي جين پينګ په خپله وينا کې په اشارې وويل، که څه هم نړيوال وضعيت له ډېرو بدلونونو سره مخ دی، خو د ورخلاصون او پرمختګ په بڼه د وضعيت عمده جريان او د ننګونو پر ضد د ګډو همکاريو ارمان به بدل نه شي.

نوموړي وويل، چې بريکس هېوادونه دې په ښه او دقيقه توګه د تاريخ او پرمختګ اصول وپېژني، له خطرونو او ننګونو دې ويره نه کوي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ پر لوري دې ټينګ ګامونه پورته کړي.

شي جين پينګ په خپله وينا کې څلور وړانديزونه کړي دي.

۱ـ نړيواله ټولنه دې يو موټې پاتې شي او د نړۍ د سولې او ثبات د ساتلو لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

شي جين پينګ وويل، تاريخ دا ثابته کړې، چې د تسلط او بادارۍ غوښتنه او د مختلفو ډلو ترمنځ مقابله نړۍ ته سوله او امنيت نه شي رسولی، بلکې داسې غوښتنې د جګړو او شخړو سبب ګرځي. بريکس هېوادونه دې د ملګرو ملتونو د منشور اصلي موخه نه هيروي او د سوله ساتې پر دندې دې ټينګار وکړي.

۲ـ  نړيواله ټولنه دې يو له بل څخه ملاتړ او متقابلې مرستې وکړي او د نړۍ د دواملرونکي پرمختګ د هڅولو لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

په نړۍ کې سختو خطرونو او ننګونو د نړيوال پرمختګ جريان ځپلی دی. د ګردې نړۍ د نژدې ۷۰  هېوادونو يو ميليارډ او دوه سوه مليونه وګړي د کرونا وبا، غلودانو، انرژۍ او پور له بحرانونو سره مخ دي او د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې يې د تېرو لسګونو کلونو لاسته راوړنې ښايي بې ځايه ولاړې شي.

 شي جين پينګ تېر کال نړۍ ته د نړيوال پرمختګ پېشنهاد وکړ او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل، چې تر ۲۰۳۰م کال پورې د ملګرو ملتونو د دواملرونکي پرمختګ د اجنډا د تطبيق پر لوري د يووالي، مساواتو، برابرۍ او ګډو ګټو په بڼه د نړيوال پرمختګ د همکاريزو اړيکو د ټينګولو لپاره هڅې وکړي او د بېوزلۍ د له منځه وړلو، روغتيا، ښوونې، ډيجټلي تګ راتګ او صنعتي چارو په برخو کې نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي.

۳ـ  نړيواله ټولنه دې له ستونزو او ننګونو سره د مبارزې لپاره خپلمنځي همکارۍ وکړي او ګډې ګټې دې تر لاسه کړي.

اوسمهال د نړۍ د صنعت او عرضې ځينې مهم ځنځيرونه له مصنوعي موانعو سره مخ دي، د پيسو پړسوب لوړ شوی، نړيوال پولي بازار په تزلزل کې او د نړيوال اقتصاد د احيا تمايل د ټيټوالي په حال کې دی، نو نړيواله ټولنه په داسې کړکېچنو حالاتو کې يوازې د متقابلو مرستو، يووالي او همکاريو په مټ اقتصادي بحران ته ماتې ورکولی شي.

رئیس شي جين پينګ وويل، چې نړيواله ټولنه دې د عمومي اقتصادي تګلارو همغږي پياوړې کړي، لوی پرمختللي هېوادونه دې مسئولانه اقتصادي پاليسۍ غوره کړي او له خپلو هغو تګلارو، چې نړيوال اقتصاد او پرمختيايي هېوادونو ته زيانونه رسوي، ډډه وکړي.  

۴ـ نړيواله ټولنه دې زغم او پر ټولشموليت ټينګار ولري او ورخلاصون او پيوستون دې پياوړی کړي.

شي جين پينګ وويل، چې نړيواله ټولنه دې پر ورخلاصون او ټولشموليت ټينګار وکړي، د توليدي قوت پرمختګ پر وړاندې پراته خنډونه دې ليري کړي، د نړيوال کېدو بهير د پرمختګ سالمه لارښونه دې وکړي، د پانګو او ټېکنالوژيو ازاد جريان دې وهڅوي، د نوښت او پوهنې لپاره دې زمينې برابرې کړي او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره دې قوتونه راغونډ کړي.

د بريکس هېوادونو د ۲۰۲۲م کال صنایعو او سوداګرۍ فورم د جون په ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې پيل شوی او ټاکل شوې، چې يو لړ انلاين او حضوري فعاليتونه به تر سره کړي.

د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې د جنوبي افريقا ولسمشر سيريلرا مافوسا، د برازيل ولسمشر جاير بولسونارو، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د هند صدراعظم ناريندرا مودي ګډون درلود او د نړۍ د اوسنيو حالاتو په اړه يې ويناوې وکړې.

په دغو مراسمو کې د بريکس هېوادونو د اقتصاد او سوداګرۍ وزيرانو، په چين کې د سفيرانو او صنعتي او سوداګريزو استازو په شمول شاو خوا زرو کسانو هم ګډون کړی و.