کوچنيان هم د فضا په اړه خوبونه او ارمانونه لري.
CMG2022/06/23 16:59:01
شريکول:

د چين درې ستورمزلي د جون په ۵مه نېټه د شن جو څوارلسم نمبر انسان وړونکي فضايي بيړۍ کې فضا ته وليږل او ټاکل شوې، چې دوی به هلته په فضايي سټېشن کې څه باندې دوه اوونۍ کار او ژوند وکړي.

 فضايي سټېشن په فضا کې د ستورمزلو کور دی.

په فضا کې کار او ژوند انسانانو ته څه ګټې لري؟

د ويتنام، کمبوډيا او افغانستان او نورو هېوادونو کوچنيانو په دې وروستيو ورځو کې پر سپينو پاڼو خپل خيالونه پنځولي او انځورونه يې جوړ کړي دي.

فاطمه حميدي د افغانستان اوسيدونکې ده، هغې يو انځور پنځولی او هيله يې ښودلې، چې يو وخت افغانستان هم د چين په مرستې او همکارۍ خپله سپوږمکۍ لرې فضا ته د څېړنو لپاره وتوغوي.

چین فضا ته سپوږمکۍ څو ځلې په بریالیتوب توغولې دي، ستورمزلو يې هلته ژوند او څېړنې کړي او بیرته په بریالیتوب ځمکې ته راښکته شوي دي.

فاطمې حميدي هم هيله ښودلې، چې افغانستان په راتلونکي کې فضا ته خپلې سپوږمکۍ وليږدوي.

فاطمې په انځور کې د چین او افغانستان سپوږمکۍ پنځولي، چې د افغانستان او چین د دوستۍ ښکارندویي کوي.

خديجه په کابل کې اوسي، هغې فضا کې د ژوند دا انځور پنځولی دی