د افغانستان په جنوب ختیځ کې د زلزلې له امله زرگونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې
CMG2022/06/23 10:39:21
شريکول:

د افغانستان په جنوب ختیځ کې د زلزلې له امله زرگونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې

  د افغانستان د جنوب ختیځ خوست ولايت مرکز ته نږدې سیمې د جون د ۲۲مې نېټې د شپې په ۱ بجې او ۲۴ دقیقو د ریکتر په کچه۶.۲ درجې زلزلې ولړزولې، چې له امله يې زرګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د مالوماتو له مخې، د افغانستان په خوست او پکتيکا کې د دغې زلزلې له امله څه دپاسه زر تنه مړه شوي او  شاوخوا ١٥٠٠ کسان نور ټپيان شوي دي.

 ځايي چارواکو د چين ميډيا ګروپ ته ويلي، چې ښايي د مړو شمېرو کې زياتوالی راشي.

بلخوا د افغانستان په څو ولايتونو کې د سختو سيلابونو راپورونه ورکړل شوي، چې له امله یې د تګ راتګ لارې تړل شوي او په سیلاب ځپلو سیمو کې د ژغورنې چارې ټکنۍ روانې دي.

د افغانستان د لنډ مهالي حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت سرپرست مرستيال مولوي شرف الدين مسلم د جون په ۲۲مه په یوه خبري غونډه کې وويل، چې د هېواد په اتو ولایتونو کې سخت سیلابونه راوتلي او د تګ راتګ لارې بندې کړې دي.

د مالوماتو له مخې، يادو سیلابونو ۱۱ کسان وژلي، ۵۰ يې ټپیان کړي او تر ۵۰۰ زیات کورونه یې زیانمن کړي دي.

 (ژباړه: شکريه)