چين: د کرونا د سرچينې په اړه د ځينو رسنيو راپورونه بې بنسټه دي
CMG2022/06/23 10:38:21
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان د عمومي مدير ټیډروس ادهانوم غیبریسوس په قول د ځینو رسنیو هغه راپورونه چې "کرونا وبا ممکن د ووهان له لابراتوار څخه پورته شوې وي" په بشپړ ډول غلط او بې بنسټه دي.

ځينو رسنيو ويلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان عمومي  مدير ټیډروس ادهانوم په دې وروستیو کې اروپایی لوري ته په خصوصي غونډې کې ويلي، چې "د کرونا وبا د خپرېدو احتمالي سرچېنه د ووهان لابراتوار دی."

  د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جون په ٢٢مه نېټه وويل، چې د روغتيا نړيوال سازمان سکرتريت چين ته وضاحت ورکړی او ټينګار يې کړی، چې عمومي مدير تيدروس ادهانوم په عامه او شخصي غونډه کې داسې څرګندونې نه دي کړي او د اړوندو راپورونو منځپانګه يې په بشپړه توګه بې بنسټه بللې ده.

تيډروس ادهانوم هم ويلي، چې دده په اړه د ځينو رسنيو د راپور منځپانګه سمه نه ده.

وانګ ون بين د جون په ٢٢مه نېټه په يوې مطبوعاتي غونډې کې د يوې پوښتنې په ځواب کې پر دې ټينګار وکړ، چې د چين ضد قوتونو د وو هان له لابراتوار څخه د کرونا وبا د خپرېدو اوازې خپرې کړي، چې هیڅ علمي ارزښت او بنسټ نه لري.

(ژباړه: شکريه)