چين د افغانستان له زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرسته کوي
CMG2022/06/23 14:47:03
شريکول:

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جون په ۲۲ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې د  خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چې د چين حکومت د افغانستان د زلزلې پر مرګژوبلې خواشيني او د قربانيانو کورنيو ته د همدردۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګندوي او ټپيانو ته د ښې روغتيا هيله کوي.

وانګ ون بين وويل، چې افغانستان د چين دوست ګاونډی دی او چين به د افغانانو د اړتياوو له مخې ورسره بېړنۍ بشري مرستې وکړي.