د برېکس هېوادونو د مشرانو ۱۴ مه غونډه د بېجينګ پر وخت د شپې په اتو بجو د چين د دولت د رییس شي جين پينګ په مشرۍ په انلاین ډول پيل شوه.
«د باکيفيته همکاريزو اړيکو جوړول او د نړيوال پرمختګ د نوې زمانې پرانيستل دی.» د دې غونډې عنوان دی.
په دغه غونډه کې د جنوبي افريقا ولسمشر رمافوسا، د برازېل ولسمشر بولسونارو، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتین او د هند صدراعظم نارندرا مودي ګډون کړی دی.