شي جين پينګ: د برېکس هېوادونه دې نړۍ ته مثبت، ثابت او رغنده ځواک ور وبښي
CMG2022/06/23 21:44:04
شريکول:

د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د جون په ۲۳ مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د برېکس هېوادونو د مشرانو د ۱۴ مې غونډې مشري وکړه.

نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې تېر کال کرونا وبا هر لوري ته خپره شوې، د نړۍ د اقتصادي سمسورتيا بهير له ستونزو سره مخ شوی او د سولې او امنيت پر وړاندې ننګونې لازياتې شوې دي. د برېکس هېوادونو د پېچليو حالاتو په مقابل کې پر ورخلاصون، ټولشموليت او متقابلې همکارۍ ټينګار کړی او په يووالي او همغږۍ سره يې د ستونزو د هواري لپاره ګډې هڅې کړې دي. د برېکس ميکانيزم پياوړتيا او ځواک لا څرګند شوی او ګډو همکارو يې مثبت پرمختکونه موندلي دي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې روانه غونډه  په داسې حال کې پيل شوه، چې انساني ټولنه د پرمختګ لوري ټاکلو په حال کې ده. د برېکس هېوادونه دې د مهمو مخ پر وده بازاري هېوادنو او لویو پرمختيايي هېوادونو په توګه په زړورتوب سره د مسووليت احساس وکړي او نړۍ ته دې مثبت، ثابت او رغنده ځواک وروبښي. نوموړي همدارنګه څلور فقره ييز وړانديز وکړ:

لومړی: د برېکس هېوادونه دې د عدل آواز پورته کړي او  نړيواله ټولنه دې وهڅوي چې رښتينی څو اړخيزم عملي کړي، د ملګرو ملتونو پر محور او نړيوالو قوانينو په رڼا کې دې نړيوال سيستم او نړيوال نظم وساتي، د سړې جګړې مفکوره او پارټ بازۍ دې ختمې کړي، له يو اړخيزو او بې ځایه بندیزونو سره دې مخالفت وکړي، دغه راز د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د لویې کورنۍ پرمټ دې د بادارۍ غوښتوونکو مخه ونيسي. 

دوهم: د برېکس هېوادونه دې د کرونا وبا ضد مبارزې پر بريا ټينګ باور ولري، ملت ته دې په مسئوليت منونکې رويې سره د دې مبارزې لپاره ټينګه کرښه جوړه کړي، خپلمنځي‌همکارۍ دې پياوړې کړي او د انسانانو د ژوند او روغتيا د ساتلو لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

درېیم: د برېکس هېوادونه دې اقتصادي بيا سمسورتيا ته انرژي ور وبښي، صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونه دې وساتي او پرانيستی نړيوال اقتصادي جوړښت دې جوړ کړي، څو د لویو خطرونو او ننګونو مخه ونیول شي او اقتصاد ته دې لاټولشموله او پیاوړې وده ورکړي.

څلورم: د برېکس هېوادونه دې د دوامدار پرمختګ بهیر پرمخ يوسي، د ولسي محور د پرمختګ پر مفکورې دې ټينګار وکړي، د بېوزلۍ د کمولو، غلودانو، ښوونې او روغتيا په ګډون دې په بېلابېلو برخو کې ې زياتې پانګونې وکړي او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ميلادي کال د دوامدار ‌پرمختګ اجنډا د پلي کولو لپاره دې هڅو ته دوام ورکړي. 

نوموړي همدارنګه هيله وښوده چې د دې غونډې ګډونوال دې د باکيفيته همکاريزو اړيکو د جوړولو او د نړيوال پرمختګ د هڅولو په موخه يو له بل سره نظرونه شريک کړي او په پوهې او بصيرت سره دې د برېکس هېوادونو ترمنځ باکيفيته همکارۍ پياوړې کړي.