شي جين پينګ: چين به د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ له اجنډا څخه ملاتړ وکړي
CMG2022/06/24 22:35:24
شريکول:

د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د جون د ۲۴مې نيټې په ماسپښين له بېجينګ څخه په انلاين ډول د نړيوال پرمختګ د لوړې کچې خبرو اترو مشري وکړه او مهمه وينا يې وکړه.

شي جين پيڼګ دې ته په اشارې سره ويلي، چې چين تل د پرمختيايي هېوادونو د کورنۍ غړی دی. چين به د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ له اجنډا څخه د ملاتړ لپاره واقعي تدبيرونه ونيسي، دغه راز د نړيوال پرمختګ په همکاريو کې به پانګونه زياته کړي، د پرمختيايي هېوادونو تر منځ د همکاريو او مرستو صندوق به د نړيوال پرمختګ او د پرمختيايي هېوادونو تر منځ د همکارۍ صندوق ته لوړ کړي، د چين او د ملګرو ملتونو د سولې او پرمختګ په صندوق کې به پانګونه زياته کړي، څو د نړيوال پرمختګ د وړاندیزونو په اړه له همکاريو څخه ملاتړ وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې چين به په مهمو ساحو کې له بېلا بېلو خواوو سره همکارۍ پياوړې کړي، د بېلا بېلو سرچينو د پرمختګ هڅونه به وکړي، په ټوله نړۍ کې به د بېوزلۍ له منځه وړلو په چارو کې همکارۍ ژورې کړي، د غلودانو د توليد او عرضې توان به لوړ کړي، د پاکې انرژۍ په  برخه کې به همکاريزې اړيکې ټينګې کړي، دغه راز د ساري ناروغيو ضد د واکسينونو د جوړولو او توليد چارې به پياوړې کړي، د ځمکني او سمندري ايکلوژيکي چاپريال د ساتنې او دوامدارونکې کارونې به پرمخ يوسي، د صنعتي چارو د اصلاحاتو بهير به چټک کړي، د ډجيټلي زمانې په وخت کې به د تګ راتګ هڅونه وکړي او د بېلا بېلو هېوادونو د پرمختګ په چارو کې به نوی انجن جوړ کړي.