د کرنيزو ځمکو ساتل د غلودانو د توليد لپاره مهمه چاره ده
CMG2022/06/24 15:17:46
شريکول:

د جون ۲۵مه، په چين کې د ځمکې ساتنې له ۳۲مې ملي ورځې سره برابره ده.

چين د نړۍ لومړی هېواد دی، چې د ځمکې ساتنې ځانګړې ورځ يې ټاکلې ده.

ځمکه د انسانانو د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په بهير کې مهم او ځانګړی رول لري.

د چين د خاورې مساحت د نړۍ د ځمکې يو پر لسمه نيسي، خو پر همدې خاورې بيا د نړۍ د يو پر پنځمه نفوس ته غلې دانې برابروي.

آيا تاسې پوهېږئ، چې په طبيعت کې د يو ميلي متر کرهنيزې ځمکې رامنځته کول څه باندې سلو کلونو ته اړتيا لري، نو راځئ! د شته کرنيزو ځمکو سرچينې په ګډه وساتو.