د شينجيانګ په اړه د واشنګټن ناوړه قانون به له نړيوال صنعتي ځنځير څخه امريکا بې برخې کړي
CMG2022/06/24 12:15:23
شريکول:

د امريکا د ګمرکونو او پولو ساتنې ادارې د جون په ۲۱مه نېټه د اويغور د تش په نوم د جبري کار د مخنيوي قانون پر بنسټ د چين د شينجيانګ   ټول توليدات د "اجباري کار" په نوم ياد کړي او له شينجيانګ څخه يې د د ټولو توليداتو پر واردولو بنديز لګولی دی.

د شينجيانګ توليدات او خام مواد د نننۍ نړۍ ډېرو ځايونو ته صادريږي او نړيوال صنعتي ځنځير یې تر پوښښ لاندې راوستلی دی.

د شينجيانګ اويغور کارکوونکي د تصديو په توليد کې پراخه ونډه لري او د ښه ژوند لپاره يې هڅې کوي.

 امريکا د شينجيانګ توليداتو د ايستلو په موخه د شینجيانګ پر ضد بې ځايه قانون جوړ کړی، خو په دغې کړنې به خپل ځان له نړيوال بازار څخه ګوښه کړي.

امريکا د شينجیانک پر ټولو محصولاتو بنديزونه لګولي، خو په حقيقت کې ځان له نړۍ څخه جلا کوي.

د تاریخ تيارو ته د ورګرځېدو او د نورو هېوادونو د لارو بندولو په اړه د امريکا کړنې به د واشګنټن په زیان تمامې شي.

 (ژباړه شکريه )