د چين له چونګ چينګ ښار نه اروپا ته بار وړونکو اورګاډيو ۱۰ زره ځلې تګ راتګ کړی
CMG2022/06/24 11:37:38
شريکول:

  د چين له چونګ چينګ ښار څخه اروپا ته بار وړونکو اورګاډيو د جون تر ٢٣مې نېټې پورې ۱۰ زره ځلې تګ راتګ کړی دی.

 د همدې ورځې د سهار په ۱۰ بجو د چونګ چينګ د توان جي کلي له مرکزي تمځي څخه ۱۰ زرم بار وړونکی اورګاډی، چې له بريښنايي توليداتو، ميخانيکي پرزو، ورځنيو توکو او نورو شيانو بار و، د جرمني د دويسبورګ په لور روان شو.

د چين او اروپا ترمنځ د بار وړونکو اورګاډيو لومړۍ کرښه د ۲۰۱۱م کال د مارچ په ۱۹مه نېټه د چین په چونګ چينګ کې پرانېستل شوه.