د سين هوا اژانس د خبر له مخې، اروپايي شورا د جون په ۲۳ مه د اروپايي ټولنې کميسيون له هغه وړاندېز سره موافقه وکړه، چې اوکراين او مالدوا ته د د دې ټولنې د کانديد حيثيت ورکړي.
د اروپايي ټولنې سرمشريزه غونډه د روانې مياشتې په ۲۳ مه نېټه د بلژيک په بروکسيل کې ترسره شوه.
اروپايي شورا په همدې شپې يوې اعلاميې کې ويلي، چې اوکراين او مالدوا ته یې د اروپايي ټولنې د کانديد حيثيت ورکړی او په عين وخت کې يې د اروپايي ټولنې کميسيون څخه غوښتي، چې د اروپايي ټولنې د غړيتوب لپاره د غوښتونکو هېوادونو د ټاکل شويو شرايطو د وضيعت په اړه راپور ورکړي.
اعلاميه وايي، که ياد دواړه هېوادونه د اروپايي ټولنې د غړيتوب شرایط پوره کړي وي، نو دغه شورا به يې د غړيتوب راتلونکي ګامونه پورته کړي.