د روان کال لومړيو ۵مياشتو کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د چين غير پولي مستقيمې پانګونې ۱۰.۲ سلنه زياتوالی ښيي
CMG2022/06/24 11:48:19
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت د جون په ۲۳ مه نېټه تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان کال په لومړيو ۵ مياشتو کې په بهرنيو هېوادونو کې د چين غير پولي مستقيمې پانګونې ۲۸۷ ميليارډو او ۶۰ ميليونو يوانو ته رسېدلي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲.۳ سلنې زياتوالی ښيي.

د چين د سوداګرۍ وزارت وياندې شو جوې تينګ په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، چې چين په ياده موده کې د عمده فروشۍ او پرچون صنعت په برخو کې  ۸ ميليارډو او ۸۰ ميليونو امريکايي ډالره پانګونې کړې، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰.۸ سلنه زياتوالی ښيي.

چين په همدې مودې کې د ساختماني چارو، ساينسي څېړنو او تخنيکي خدمتونو کې هم زياته پانګونه کړې ده.