د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين به د افغانستان د اړتياوو له مخې د خپل توان مطابق بشري مرستې وکړي
CMG2022/06/24 21:26:26
شريکول:

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جون په ۲۴ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې هېواد به يې د افغانستان د اړتياوو له مخې له دغه هېواد سره د خپل توان مطابق بېېړنۍ بشري مرستې وکړي.

په دې غونډه کې يوه خبريال پوښتنه وکړه، چې د افغان طالبانو لوی مشرال له نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي، چين به له افغانستان سره څه مرسته وکړي؟

وانګ ون بين د دغې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې په چيني او پښتو کې يو متل وايي، چې واقعي دوست په ستونزمنو وختونو کې ثابتيږي. په افغانستان کې لويې زلزلې د چينايانو د پاملرنې او اندېښنې سبب شوې ده. د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي ته د خواخوږۍ پيغام استولی او د زلزلې د قربانيانو له کورنيو سره يې ژوره خواشيني څرګنده کړې، او ټپيانو ته يې د ډاډګيرنۍ مراتب څرګند کړي او پر دې يې ټينګار کړی، چې چين به د افغانستان د اړيتاوو له مخې له دغه هېواد سره د خپل وس مطابق بېړنۍ مرستې وکړي.

وانګ ون بين وویل، چې چين به له پخوانيو مرستو وروسته له افغانستان سره يو ځل بيا بېړنۍ بشري مرسته وکړي، چې په خاصه توګه د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره ولګول شي. برسیره پردې،  چين اوس پدې هڅه کې دی چې له سيمه ييزو مقاماتو، د دغه هېواد سره صليب ټولنې او تصديو څخه د نغدو پيسو، خېمو، بړستنو او بسترو په ګډون بشري مرستې راټول کړي او ژر به يې د افغانستان زلزله ځپلو سيمو ته وليږدوي. د غلودانو مرسته چې چين وړاندې ژمنه کړې، اوس افغانستان ته ليږدل شوې او  ويشل يې په بېړه روان دي. چين به په راتلونکي کې د مصيبتونو پر وړاندې د مبارزې، په تېره بيا د مصیبتونو د نظارت او وړاندوينې په برخو کې له افغانستان سره مرستې وکړي.

نوموړي باور وښود، چې د افغانستان د سرپرست حکومت او بېلابېلو ټولنو د ګډو هڅو له لارې، دغه راز د نړيوالې ټولنې په مرستو به د افغانستان د زلزله ځپلو خلکو ستونزې هرومرو هوارې شي او ژوند او چارې به يې ژر ترژره عادي شي.