د برېکس هېوادونو سرمشريزې غونډې د اړيکو نوی باب پرانېستی
CMG2022/06/24 10:52:15
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۲۳مې نېټې په شپه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د برېکس هېوادونو د مشرانو څوارلسمې غونډې مشري وکړه.

د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ما جاو شيو رسنيو ته ياده غونډه بريالۍ بللې او ويلي يې دي، دغې غونډې د برېکس هېوادونو ترمنځ د همکاريو نوې مرحله پیل کړې او د برېکس ميکانيزم ښه راتلونکی يې روښانه کړی دی.

ما جاو شیو ويلي،‌ چې د برېکس هېوادونو مشرانو د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ او لارښوونې‌ د باکيفيته همکاريزو اړيکو د جوړولو او د نړيوال پرمختګ د هڅولو په اړه ژور بحثونه کړي دي.

رئيس شي جين پينګ په خپلې وينا کې د برېکس همکارۍ څلور فقره ييز وړانديز کړی او ويلي يې دي، چې برېکس هېوادونه دې خپلمنځي‌ همکارۍ دې پياوړې، نوښت دې رامنځته کړي، پر ورخلاصون او ټولشموليت دې ټينګار وکړي.

د ډېرو هيوادونو مشرانو د شي جين پينګ ياد وړانديز ستایلی او په دې اند دي، چې دغه وړانديز د برېکس هېوادونو د باکيفيته اړيکو لپاره د پرمختګ لاره روښانه کړې ده.