زماني پوښتنو ته د چين ځوابونه
CMG2022/06/24 11:09:10
شريکول:


ـ نړۍ په کوم لوري روانه ده؟

ـ ايا نړۍ د سولې او که جنګ خوا ته روانه ده؟

ـ ايا نړۍ د پرمختګ يا مخ په ځوړ حالت کې ده؟

ـ نړيوال ورخلاصون او که کلابندي غواړي؟

ـ نړۍ د همکاريو او که د مقابلې په لور رهي ده؟

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۲۲مې نېټې په شپه د برېکس هېوادونو د صنايعو او سوداګرۍ فورم په پرانيستونکو مراسمو کې يادې پوښتنې کړي او بيا یې خپل ځوابونه ويلي دي.

نوموړي په دې اړه څلور فقره ييز وړانديز کړی دی: نړيوال بايد خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي، څو د ګردې نړۍ سوله او ثبات وساتل شي.نړيوال بايد يو له بل سره مرستې وکړي، څو نړيوال دوامدار پرمختګ ته زمېنه برابره شي. ټول هيوادونه بايد پر یووالي ټينګار ولري او  ګډو ګټو ته دې لار پرانيزي. نړيوال باید ټولشموليت وساتي او ورخلاصون او پيوستون دې پراخ کړي.

له دغه څلور فقره ييز وړانديز څخه د سولې او پرمختګ د هڅونې هيلې ښکاري او د بېلابېلو هېوادونو د خلکو ګډ اواز يې پکې معکس کړی دی.