ايران په ويانا کې د اټومي مسئلې د مذاکراتو د ژر پېل هيله ښودلې
CMG2022/06/24 10:51:27
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزير عبداللهيان د جون په ۲۳مه نېټه د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره تر ليدنې وروسته هيله ښودلې،‌ چې په نژدې راتلونکې کې د ايران د اټومي مسئلې د هراړخيز تړون مذاکرات د اطريش په پلازمېنه ويانا کې بيا پيل شي.

 

عبداللهيان په همدې ورځ په تهران کې له خپل روسي سیال لاوروف سره په يوې ګډې خبري غونډې کې ويلي، چې اړوندې خواوې هڅې کوي، چې د ايران اټومي مسئلې مذاکرات بيا پېل شي او ايران په دې برخې کې تل د اروپايي ټولنې له همغږي کوونکي سره تماس ساتلی او ساتي يې.

نوموړي هيله وښوده، چې امريکا حقيقت درک او خپلې رويې ته تغير ورکړي.

لاوروف په يادې خبري غونډې کې ويلي، چې روسيه د اټومي مسئلې په مذاکراتو کې د ايران له دريځ څخه ملاتړ کوي.