د چين د سمندر بيولوژيکي تنوع کې پوره ښه والی راغلی
CMG2022/06/24 11:15:33
شريکول:

 د چين د چاپېريال ساتنې وزارت د سمندر د ايکولوژيکي چاپيريال څانګې مرستيال جانګ جي فنګ د جون په ۲۳مه نېټه وويل، چې چين په دې وروستیو کلونو کې ډیر اغيزمن سمندري ایکولوژيکي سیستمونه په اغېزمن ډول ساتل شوي چې پر مټ يې د سمندري ژویو تنوع په څرګند ډول ښه شوې ده.

 جانګ جي فنګ په همدې ورځ په يوې خبري ناستې کې وويل، چې چين په نړۍ کې د بډايه سمندري ژويو تنوع لرونکو هېوادونو څخه دی او وزارت به يې په راتلونکي ګام کې د سمندري ژویو او ايکولوژۍ د ساتنې چارې زياتې او ګړندۍ کړي.

(ژباړه: شکريه)