د چين د بهرنیو اسعارو زیرمې د پر له پسې ۱۷ کلونو لپاره په نړۍ کې لومړی ځای ساتلی
CMG2022/06/24 14:29:49
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په وروستيو کلونو کې د چين د بهرنيو اسعارو زيرمې تل له۳ ټريليون امريکايي ډالرو زيات ساتلی او د روان کال په مې کې يې دغه رقم له ۳.۱ تريليون امريکايي ډالرو څخه هم اوښتی دی.

د چين د بهرنيو اسعارو زيرمې په نړۍ کې د پر له پسې ۱۷ کلونو لپاره لومړی مقام ساتلی او د هېواد د اقتصادي او پولي امنیت د ساتلو لپاره يې مهم بنسټ ايښې دی.

د چين د بهرنيو اسعارو د دولتي ادارې مرستيالې او وياندې وانګ چون ينګ په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د بهرنيو اسعارو د ذخيرې په برخه کې د چين ځانګړتيا لرونکی سيستم په پر له پسې ډول بشپړ شوی دی.

د مالوتو له مخې، د چين د عوايدو او تادياتو ترمنځ بيلانس عموماً متوازن او د پخوا په نسبت ډېر ثابت روان دی چې د دغه هېواد د پرمختګ ښه څرګندويي کوي.

(ژباړه: شکريه)