چین د کرونا وبا ضد مبارزې سره مهمهاله د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د تضمین باور او توان هم لري
CMG2022/06/24 10:04:05
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د جون په ۲۲مه نېټه د بریکس هېوادونو د صنایعو او سوداګرۍ ټولنې فورم د انلاین غونډې د پرانيستې په مراسمو کې وویل، سږ کال د چین په داخل او بهر کې د پرمختګ چاپېریال پیچلی دی، د کرونا وبا د وقايې او کنټرول په ا ړه د چين د کرونا وبا د وقايې او کنټرول کارونو د اقتصادي او ټولنيز  پرمختګ له تضمین سره ښه چلند کړی، د خلکو ژوند د ساتلو په عین وخت کې مو تر ډېرې اندازې پورې د اقتصاد او ټولنې پرمختګ هم ساتلی دی.

د ۲۰۲۲م کال د شانګهای د ګردې نړۍ د پانګونې هڅولو غونډه د روانې میاشتې په ۱۶مه نېټه ترسره شوه. په دغه غونډه کې ۳۷۰ مهمې پروژې لاسلیک یا پیل شوې او مجموعي پانګونه يې ۷۲۸.۵ میلیارډو یوانو ته رسېدلې ده. دا د رئيس شي جين پينګ د یادې څرګندونې حقيقت تاييدوي.

د شانګهای د کورنیو تولیداتو ارزښت (جي ډي پي) په ټول چين کې لومړی مقام نیسي، په دغه ښار کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول مرحله ييز بریالیتوب له تر لاسه کېدو وروسته اقتصاد په چټکۍ سره عادي کېږي. له دې څخه ښکاري، چې د چین اقتصاد له ننګونو سره د مقابلې پیاوړی توان لري. د مالوماتو له مخې، په یادو لاسلیک شويو پروژو کې یو شمېر مهمې پروژې په تېرو دوو میاشتو کې یعنې هغه وخت چې په شانګهای کې کرونا په چټۍ سره خپرېده او د قرنطین وخت و چې د انلاين مشورې له لارې يې پرېکړه شوې ده.

د مثال په توګه، د L’ORÉAL لوریل په نوم د سینګار په برخه کې لومړی لوی نړیوال شرکت د شانګهای په فنګ شیان ناحیه کې خپل د پانګونې فرعي شرکت جوړ کړی او دا په چین کې د ده لومړی اړوند فرعي شرکت دی. له دې څخه ښکاري، چې نړیوال د شانګهای او چین بازار په اړه دایمي باور لري.

د چین د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې په تېر اپریل کې اقتصادي کاري غونډه ترسره کړه او پکې پر دې ټينګار شوی، چې باید کرونا وبا ښه کنټرول شي او اقتصادي پرمختګ دې ثابت وساتل شي. په تېره مې میاشت کې په شانګهای او شاوخوا سیمو کې د کرونا وبا د خپرېدو حالت کنټرول شوی او اړوندې محدودې تګلارې هم نرمې شوې او د چین سوداګرۍ په چټکۍ سره عادي شوې دي.

 شمېره ښيي، چې په همدغه میاشت کې د چین د صادراتو ارزښت ۳۰۸.۳ میلیاردو ډالرو ته رسېدلی او د تېر کال د همدې مودې په نسبت په سلو کې ۱۶.۹ برخه زیات شوی. د وارداتو ارزښت ۲۲۹.۵ میلیارډو ډالرو ته رسېدلی او ۴.۱ سلنه زیات شوی. د مې میاشتې په پای کې په شانګهای بندر کې د کانټینرونو د تګ راتګ ورځنۍ اندازه د عادي سويې ۹۵ سلنې ته رسېدلې ده.

چین په عین وخت کې د یو لوی پرمختیايي هېواد په توګه، پر کرونا وبا د اخته کسانو او د مړینو شمېر دواړه د ګردې نړۍ په ټيټه سویه کې ساتلي.

د هسپانیې د چیني مسئلې کارپوه هوریو لیوس ویلي، چې واقعیتونو دا تائید کړې چې چین د کرونا وبا ضد جدي مبارزه د خپل هېواد له حالاتو سره سمون لري او چین د دې تر څنګ د اقتصاد ثابت پرمختګ موندلی دی.

خو د امریکې ځینو سیاستوالو تل د کرونا وبا ضد مبارزه سیاسي وسله ګرځولې او له دې لارې يې پر چین بې ځایه تورونه لګولي. په چین کې د امریکې نوي سفير نیکولس بورنس Nicholas Burns چین ته تر رسېدو وروسته د کرونا وبا ضد د چين د محرک مخنيوي تګلارې په اړه چټي ګنګوسې خپرې کړې او ادعا يې کړې چې د چین دغه شان تګلارې د بهرنیو سوداګرو د پانګونې لپاره ګټورې نه دي او پراخې منفي اغېزې لري.

خو په شانګهای کې د ګردې نړۍ د پانګونې هڅولو یاده غونډه د بورنس ګنګوسه او ادعا رد کړې او هغه ته يې ځواب ورکړ. د چین حیاتي بازار د کرونا وبا د منفي اغېزې له امله نه بدلېږي، بله خوا، چین د کرونا وبا ضد کلکه مبارزه کوي او اقتصادي ثابت چاپېریال يې ساتلی، د کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته یې لا زيات ور بښلی دی.