افغان ملي سوداګرو په کابل کې د افغان اینوېسټ په نوم شرکت پرانېست.
دغه شرکت به د افغانستان د کانونو د استخراج، کرنې، ساختماني چارو او د انرژۍ د تولید په برخو کې فعالیتونه ترسره کوي.
د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکي وايي، چې ټول افغانان دې په کور دننه پانګونه وکړي او د خپل هیواد په بیارغونه کې دې فعاله ونډه واخلي.