د شينجيانګ په اړه يوه معلوماتي غونډه په ژنيو کې تر سره شوه
CMG2022/06/25 14:52:38
شريکول:

په ژنيو کې د چين دايمي پلاوي د جون په ۲۳مه نېټه د شينجيانګ له حکومتي ادارې سره د شينجيانګ د خلکو د بشري حقونو په اړه د پېژندنې غونډه تر سره کړه، چې عنوان يې دی (( د خلکو ښه او نيکمرغه ژوند تر ټولو لوی بشري حق دی)). 

په یاده غونډه کې، په ژنيو کې د څه باندې ۳۰ هېوادونو د استازو او‌ عالي رتبه‌ ډيپلوماتانو، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر چارواکو او خبريالانو په شمول شاوخوا ۶۰ تنو پکې ګډون  کړی ؤ.

په  دې غونډه کې د (( شينجيانګ ښه ځای دی )) په شمول يو لړ ویډيوګانې خپرې شوې. 

اړوندو کارپوهانو د دې غونډې ګډونوالو تهد شينجيانګ د بېلابېلو قومونو خلکو د ښه ژوند لپاره د دې سيمې د پاليسیو د تطبيق معلومات ورکړل. د شينجيانګ پوهنتون د  عدلي پوهنځي مرستيال مشر وويل، چې شينجيانګ د قوانينو له مخې د ترهګرۍ او تندلارۍ  ضد مبارزې کې ګامونه پورته کړي او تر خپلې وسې پورې يې د دې سيمې د بېلابېلو قومونو خلکو د ژوند، روغتيا او پرمختګ حقونه خوندي کړي دي.