ولې د بريکس هېوادونو د همکارۍ لاسته راوړنې له تمې ډېرې دي؟
CMG2022/06/25 14:55:25
شريکول:

 د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ٢٣مې نېټې په ماښام په انلاين ډول د بريکس هېوادونو د مشرانو د څوارلسمې غونډې مشري وکړه او يوه مهمه وينا يې وکړه.

رئيس شي په خپله وینا کې وويل، دا د نړۍ لپاره مهمه چاره ده، چې موږ د تاريخي پرمختګ په مهم پړاو کې سم انتخاب وکړو او مسوولانه ګامونه پورته کړو. هغه د بریکس پر هیوادونو غږ وکړ، چې د یووالي په توګه سره متحد شي، خپل ځواک راغونډ کړي او په ګډه د راتلونکي په لور حرکت وکړي.

د واشنګټن د ویلسن د کارپوهانو مرکز مرستیال مدیر مایکل کوګلمن وویل، د بریکس میکانیزم اهمیت له پامه غورځول کېدای نشي.

    دا یوه مهمه غونډه ده، چې د پیچلي وضعیت په وړاندې ترسره کېږي. د کرونا وبا دوامداره تکرار، د نړیوال اقتصاد سسته بیا رغونه او د اوکراین بحران د برېکس هېوادونو پر امنیت او پرمختګ سخته اغېزه کړې.

   د نویو بازارونو او پرمختيايي هېوادونو د استازو په توګه، د بريکس د همکارۍ ميکانيزم له تېرو ۱۶ کلونو راهيسې جوړ او ټينګ شوی دی او دا جرئت او شرايط لري، چې له ستونزو سره مبارزه وکړي او بحرانونه په فرصتونو بدل کړي.

د اقتصاد او سوداګرۍ د بېلګې په توګه، په ۲۰۲۱م کال کې د بريکس هېوادونو ترمنځ سوداګریز حجم د ۲۰۰۶م کال په پرتله ۳۰۰ سلنه زيات شوی، چې د نړیوال اقتصاد د بيارغاونې او پرمختګ خوځنده ځواک ګرځېدلی دی.

رئيس شي جین پینګ په ياده غونډه کې څلور وړانديزونه وړاندې کړل: لومړۍ،  بريکس هېوادونه بايد د نړۍ د سولې او ارامتیا د ساتلو لپاره پر يووالي او متقابلو مرستو ټينګار وکړي. دوهم، بريکس هېوادونه بايد پر همکارۍ او پرمختګ ټینګار او په ګډه دې له خطرونو او ننګونو سره  مقابله وکړي.درېيم، بريکس هېوادونه بايد پر نوښت ټینګار او د همکارۍ پټ توان او خوځنده ځواک دې  وهڅوي.

څلورم، بريکس هېوادونه بايد پر ورخلاصون او  ټولشمولیت ټینګار  او ډله ایز عقل او ځواک  دې راغونډ کړي.

د رئيس شي  یادو ۴ وړانديزونو د بریکس هېوادونو ترمنځ د همکاريو د نوی مزل لور روښانه کړی دی.

د بريکس هېوادونو د مشرانو په ۱۴مه غونډه کې د بېجینګ اعلامیه تصویب شوه، چې په روښانه توګه يې ویلي چې بريکس هېوادونه د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو اترو ملاتړ کوي. له دې لارې د سولې د ساتلو لپاره د پرمختيايي هېوادونو غږ نړۍ ته رسول کېږي.

د زامبیا د زرغون ګوند مشر پیټر سینکامبا په دې باور دی، چې د ریښتیني څو اړخیزیزم د عملي کولو په اړه د رئيس شي جين پينګ وړاندیز ډېر مهم دی، په تېره بیا د ناټو غړي هېوادونه باید دې وړاندیز ته په جدي توګه غوږ ونیسي.

د هند د نهرو پوهنتون پروفیسر دیپک په دې باور دی، چې د چين لخوا د نړيوال پرمختګ وړانديز د بريکس هېوادونو د پرمختګ له موخو سره همغږی دی، چې د بريکس هېوادونو لپاره ډېر ګټور دی.

 رئيس شي جين پينګ په ياده غونډه کې دې پوښتنې ته په روښانه توګه ځواب ورکړ، چې ايا د بريکس غړيتوب زيات شي او که نه؟ د بريکس هېوادونو د نوي انکشاف بانک په ۲۰۲۱م کال کې متحده عربي امارات، یوراګوی، بنګلا دیش او مصر د نویو غړو په توګه منلي.

د بريکس هېوادونو د مشرانو د ۱۴مې غونډې په تصويب شوې اعلاميه کې په څرګند ډول لیکل شوي، چې بريکس هېوادونه د خبرو اترو له لارې د غړيتوب د پراختيا د بهير ملاتړ کوي. د برازيل د ریو ګرانډ دو سول فدرالي پوهنتون پروفیسر ډیګو پاداسو وويل،  ډېر هېوادونه غواړي د بريکس د همکارۍ په ميکانيزم کې ګډون وکړي. له دې څخه ښکاري، چې د بريکس ميکانيزم پياوړی ژوند لري.