شي جين پينګ: د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ښه ژوند د تلپاتې سمسورتيا، امنيت او بشري حقونو بنسټ دی
CMG2022/06/25 10:48:54
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۴مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د نړيوال پرمختګ د لوړې کچې خبرو اترو مشري وکړه او مهمه وينا يې وکړه.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، چې دا د تلپاتې سمسورتيا، امنيت او بشري حقونو د خونديتوب لپاره لازم شرط دی، چې د بېلا بېلو هېوادونو خلک ښه ژوند ولري. نړيواله ټولنه بايد پرمختګ ته د نړيوالې اجنډا مرکزي مقام ورکړي، د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا دې عملي کړي او هغه سياسي هوکړه دې وکړي، چې د ټولو وګړو پرمختګ ته په درنه سترګه وګوري او مختلف هېوادونه د خپلمنځیو همکاريو د پياوړتيا په هڅه کې وي.

شي جين پينګ زياته کړه، چې سترې چارې، ښې چارې او اوږدمهالې چارې يوازې د همکاريو له لارې تر سره کېدای شي. پرمختللي هېوادونه بايد خپل مسئوليت عملي کړي، پرمختيايي هېوادونه بايد خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او دواړه خواوې بايد پر يو لوري ګامونه پورته کړي او د دې لپاره دې هڅې وکړي، چې د يووالي، مساوات، برابرۍ او ګډو ګټو په بڼه د نړيوال پرمختګ همکاريزې اړيکې ټينګې کړي. ده ټینګار وکړ، چې هېڅ هېواد او يا وګړي دې له دې بهير څخه شا ته نه پاتې  کیږي.