چين په بشري حقونو شورا کې د يو اړخيزو اجباري تدبيرونو د لغوې غوښتنه وکړه
CMG2022/06/25 14:51:04
شريکول:

د چين استازي د جون په ۲۴مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۰مه غونډه کې د امريکا په شمول له لوېديځې نړۍ څخه وغوښتل، چې سمدلاسه يواړخيز اجباري تدبيرونه لغوه کړي او د نورو هېوادونو د خلکو پر بشري حقونو تېری ونه کړي.

نوموړي په غونډه کې وويل،‌ چې د امریکا په شمول لوېديځو هېوادونو پر پرمختيايي هېوادونو يواړخیز اجباري تدبيرونه نيولي، چې د دغو پرمختيايي هېوادونو د اقتصاد او ټولنې پرمختګ او د کرونا وبا ضد مبارزې ته يې زيانونه رسولي او د ژوند، پرمختګ او روغتيا په برخو کې د پرمختيايي هېوادونو د خلکو بشري حقونه يې  تر پښو لاندې کړي. 

ده زیاته کړه، چې چين په دې اړه ډېره پاملرنه لري او له لوېديځو هېوادونو څخه غواړي،‌ چې سمدلاسه يواړخيز اجباري تدبيرونه لغوه کړي او د نورو هېوادونو د خلکو  پر بشري حقونو دې تېری  نه کوي.