د چين نژدې ۱۵۰ بانکونو د ۱۰۰۰ ځواکمنو نړيوالو بانکونو په درجه بندۍ کې ځايونه نيولي دي
CMG2022/06/25 10:54:03
شريکول:

د چين د بانکونو پولي چارو له تېرو لسو کلونو راهيسې چټک او د پام وړ پرمختګ تر لاسه کړی دی.

د شمېرو له مخې، چين په نړۍ کې د بانکونو لومړی لوی بازار ګرځېدلی او د  دغه هېواد د بانکونو د پانګو عمومي ارزښت ۳۴۴ زره او ۸ سوه ميليارډه يوانو ته  رسېدلی، چې دغه ارزښت د ۲۰۱۲کال په پای کې ۱۳۳ زره او ۶۰۰ ميليارډه يوانه و. نژدې ۱۵۰ چيني بانکونو د ۱۰۰۰ ځواکمنو نړيوالو بانکونو په درجه بندۍ کې ځايونه نيولي دي.

دغه راز چين له تېرو لسو کلونو راهيسې د بانکونو او بيمو چارو د ورخلاصون په برخه کې له ۵۰ زياتې تګلارې پلې کړي دي. په چين کې د بهرنيو بانکونو د ۲۰۲۱م کال د پانګو اندازه د لس کاله مخکې اندازې په پرتله ٪۵۰ زياتوالی ښودلی دی.